Popular Posts

Sunday, April 30, 2017

څنګه په ټولني کی نفوذ پیدا کړو

 Tips to be Dominant in a Society 

when you feel more subdominant it means you see someone ahead then you in getting job, earning money, accepting him/her by other people with respect, this simply mean dominancy.
If you really want to be respected, decision maker and finally someone every one count on you, you need to follow the below rules.
                                                      
1.       Meet more people with more positive attitude.
When you want to be more dominant in a society, you need to devote your time to people and meet each and every one with a very positive attitude, now here we need to first explain what is attitude, attitude is a settled way of thinking or feeling about something.
we all human being are born with some different background, being born in different societies, different cultures, different environment, so first of all we need to know the culture of society, environment, religions, habits and rules of that society. in order to simply tell you here is that when you want to be a dominant person in a society or your society, you should know more about the society culture, rules, habits of people, whenever you learn and realize the needs of people, it means you actually know what to think about that society and what actually you should feel about each and everything in that society and this will make you able to be more dominant if everyone of that society member know you with a positive attitude.
2.       Listen to others, give people answers with respect.
One of the most important thing for being more dominant and likable is to listen more, talk less.
It means people are different with having different ideas, people of every society want to talk about their needs, share their opinion by showing them important so, we need to listen them, realize them in order to give them the answer they really want to listen from us. so, listening to others with respect will enable us to be more dominant and likable by people of the society.

3.       Tell the people always truth.
One of the factor which makes you more different from other people is the habit of saying always truth, some people always lie and play with people’s emotions to reach to their goals faster than any other person but at the end of the day , he is not likable by people and the people call him with a name “liar” and this name is never a good name for people specially when it comes to trust , no one will trust and rely on you.
4.       Talk always about people needs in society.
The world is now changed, everyone want to get benefit, everyone want comfortable life , everyone need job ,needs money ,school ,water and finally all the services which human being need to survive.
Therefore, everyone want to listen about their profit, their needs so you need to realize this fact and always talk about the needs of people, the needs of a specific region which you want to be dominant in.

5.       Be impartial especially when you are in a decision-making position.
People do not love you to be with a name of specific tribe, working for a specific people of your own cast but love you to be more impartial working and helping about all the people with different tribe, especially when you reached to a position where you are the decision maker , you should always maintain the balance and be impartial in order to be more likeable and dominant for all the people, then everyone will rely on you , count on you ,want you as their leader.
Note: Every dominant person can be a leader in Future.

Article by : Abu Mohammad Hamkar

Wednesday, April 26, 2017

د ښکلې بغلان منظره

د بغلان کندهاریانو سراسری شورا په بغلان کي د ۳۰۰۰۰ زره قومونو یووالې مرکز

https://www.facebook.com/BaghlanKandahariCouncil/
لکه څنګه چی په بغلان کي نور داسي قومونه شتون لري، په  همدي ډول په بغلان کي ۱۳ مختلف د کندهار ناقل قومونه 
ژوند کوي چي سیاه خانه یي بولي، که څه هم په تیرو   څولسیزو کی همدی قومونو خورا ډیره قربانی ورکړی اما په محلی او مرکزی حکومت کی برخه نلري.  د همدی کندهاریانو د نورزیی قوم مشر په یو ډیر مهم اقدام سره د کندهاریانو ټول قومونه متحد کړل او د بغلان په سطحه د کندهاریانو سراسری شورا یي جوړه او منظم فعالیت یي شروع کړ. د دی شورا په مرسته هره ورځ په لسګونو قومی شخړی حل کیږی.  د دی شورا په انتخابات کی ښاغلی حاجی عبدالصمد همکار د دی شورا د ریس په توګه وټاکل شو.

د لا یووالې په هیله یي 

Tuesday, March 22, 2016

د مرکزی بغلان د ځوانانو کمیسیون : هدف د فساد سره مبارزه ،د مرکزی بغلان د خلکو یووالی اود بغلان د ملی منافع لپاره کار کول دی .

Wednesday, March 14, 2012

اوس افغانانو د امریکایانو د کلیو شاوخوا د بیسونو(مرکزونو) نه ویره پیدا کړه

که څه هم دا اول ځل نه دی چی امریکایان ملکی وګړی وژلی دی بلکه په سلګونو ځلو یی قصدآ په ماشومانواو ښځو په ودونو کی بمبارنو کړی دی خو دا ځل په ډیر بی رحمانه او روښانه د افغانانو په کورونو ورننوتل او حتی دا یی هم ونه کتل چی ماشوم دی ، ښځی دی بی ګناه دی په بی رحمانه ډول یی شهیدان کړل او جسدونو ته یی اور واچوو نو داسی حالت بیخی د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی او همدارنګه ریس جمهور حامد کرزی هم دا وژنه په قصده وژنه وبلله او د نه بخښنی رنګ یی ورکړ خو آیا دا ویلو سو چی دا ځل به کوم جدی اقدام وکړی او که بیا به د افغانانو داغمیزه د تیرو غمیزو په شان هیره شی .
دا پیښه به څه نوری  منفی اغیزی راولی ؟؟؟
 (۱)   یوه ډیر د بی اعتمادی فضا د افغان پولیسو ، امریکایانو او ولس تر منځ یی ایجاد کړه نو ډیری خرابی پایلی درلودلی سی خو که چیری دغه امریکایی چی په ویل کیژی په یواځی یی ۱۷ افغانانو ماشومانو او ښځو ته مرګ ژوبله اړولی ده ته سزا ورکړی نو دا به د افغانانو د زړه بړاس او یو ډول انصاف به وګڼل شی .
                                                                                                  ( ۲) دداسی پیښو  تکراریدل سل په سلو کی امکان لری : ولی چی داسی ویل شوی چی دا پیښه هم د دی نه مخکی د مرګ ژوبلی انتقام و او همدا علت و چی کیدای شی چی د همدی امریکایی کوم ملګری یا نژدی دوست به دطالبانو په حمله کی له مینځه تللی وی .                                                                                                                         ۳) ددی پیښی انتقام اخیستل د طالبانو لخوا هم سل په سلو کی امکان لری ولی چی داسی ویل شوی دی چی طالبانو ویلی دی چی دوی به ډیر ژر د امریکایانو نه انتقام واخلی خو دا به نه یی معلومه چی بالاخره داجنګ او خون خرابه به تر کومه وی او آیا افغانان اوس هم په داسی هیواد کی په اوسیدلو خوشحاله دی که یا؟
                  د حل لاری ــ
افغانانو ددی نه مخکی هم ویلی و چی که امریکایان د افغانستان په امنیت او د تروریزم ختمولو کی ناکامه کیژی نو ددوی لپاره په افغانستان کی ځای نشته .
د سولی د راوستلو په نوم د بهرنیانو راتګ د طالبانو په وینا ددوی د راتګ لومړی لامل بلل کیژی .
سوله هغه وخت راتللی شی چی د ولس ، حکومت تر منځ د اعتمادی فضا رامنځ ته شی .

خپرونکي : خبریال 
                        ابومحمد همکار
                       نوی ډیلی – هند

Friday, March 9, 2012

په هندوستان کې د افغان ځوانانو پرتمينه غونډه

 ځاي: نوي ډيلی، هندوستان:
نېټه: د پيلنۍ ورځ، د ۲۰۱۲ زيږديز کال د مارچ د مياشتې دريمه
اهداف:
۱- د افغانان ځوانانو بنسټيزې ستونزې او د هغو د حل لپاره لارې چارې لټول.
۲- د افغان يون د مبارزې د ډول په اړه نظر او پرېکړه.
۳- د هند مېشته افغان زده کړيالانو او زده کوونکو ستونزو ته د حل لارې چارې لټول.
۵- هند ته د تلونکو افغان ناروغانو سره د مرستې او لارښوونې د يوه مرکز جوړول.

۴- د هند مېشته افغانانو ستونزې او د حل لارې چارې ېې.
۵- د هندي پښتنو او افغانانو تر منځ د اړيکو پياوړي کول او د هغوي تر دمنځ د پښتني هڅوب پښتو راژوندي کول.
۶- د هند په اړتونونو (زندانونو) کې د افغان بنديانو د خلاصون لپاره د هڅو همغږي کول.
۷- په هندوستان کې د افغان يون د څانګې جوړول.
ګډون کوونکي: هند مېشته افغان زدکړيالان، د افغان يون استازي، هندي پښتانه او مېلمانه.
تر سره کوونکي: پښتون يون (چې له دې وروسته د افغان يون په نوم ياديږي.)
بشپړ راپور:
پښتانه ځوانان ډېره موده ورورسته وتوانېدل تر څو د افغان يون او افغان ولس د ودې په موخه په نوي ډيلي کې غونډه وکړي. په غونډه کې يو زيات شمير هڅاندو ځوانانو ګډون کړئ وو. غونډه د غرمي په ۱۱ بجې د قران کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه. د وياندويۍ چارې يې ښاغلي عبدالقهار کټوازي پر مخ بيولي. ځوانانو ته د ښه راغلاست نه وروسته، د افغان يون د کړنو په اړه معلوما ت وړاندې شول، ښاغلي ايمل څړوال د افغان يون د پيژندنې، هلو ځلو، او کړنو په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړل او زياته يي کړه:
د هيواد د سياسي مخکښانو او ګوندونو شاليد ته په کتو سره ځوانانو پريکړ وکړه تر څو داسې يو نوي او پر ځوان ځواک ولاړ خوځښت رامنځته کړي چې په ريښتينې توګه د هيواد او هيوادوالو ربړو او ستونزو ته د حل لارې چارې پيدا کړاي شي. د ډيرو لويو او پخوانيو سياسي ګوندونو پر خلاف پښتون يون د سراسري فکري ويښتابه لپاره هڅې کوي او غواړي خلکو ته داسې څه وړاندې کړي چې د هغوي لپاره د بنسټيز پرمختګ لامل شي.
افغان يون د ۲۰۱۱ کال د مارچ د مياشتي په ۸ نيټه د څو تنو هڅاندو او با احساسه پښتنو ځوانانو لخوا د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې له افغان ځوانانو سره د اړيکو د ټينګولو او په عمل کې يو ګډ دريځ ته د رابللو په موخه جوړ او د فيسبوک په نړۍ کې په ليکه شو، چې په دي موخه کې تر ډيره بريده بريالي شوي هم يو. د فيسبک په يوه ګروپ کې مو تر ۲۵۰۰۰ تکړه ځوانان سره يوځاي کړي او دا بهير لا پر مخ روان دي، په عملي ډګر کې مو په هيواد دننه او بهر په مبارزه پيل کړې ده. په هيواد کې د يووالي بنسټ په نوم کاري کميټه لرو چې موخه يې د نورو خورو ورو خوځښتونو سره خبرې کول او يوه دريځ ته رابلل دي. تر اوسه مونږ په دې توانيدلي يو چې پنځه بيلا بيلې ډلې سره يو کړو او په ګډ دريځ سره سلا شو.
مونږ د افغان يون ځوانان له هيچا سره پر دې بنسټ چې دا پر کوم ګوند او يا ډلې پورې تړلي دي او يايي سياسي مفکوره څه ده تعصب او دښمني نه کوو. ټول افغانان زمونږ وروڼه دي. هر څوک چې ملي او اسلامي ګټو ته وفادار وي او زمونږ موخې خپلې وګڼي زمونږ غېږ ورته پرانستې ده.
د هندوستان دا لمړۍ غونډه به زمونږ اخرنۍ غونډه نه وي، مونږ به دلته د افغان يون يو  مرکز جوړوو تر څو په هند کې د افغانانو ستونزې وڅيړي او د هواري لارې چارې يي وسنجوي.
د هند لپاره د افغان يون مرکزي دفتر به په نوي ډيلي کې وي او د هند په نورو ايالتونو کې به هم استازي ولري، د مرکز يواځينۍ موخه د افغانانو د ستونزو څيړل او هغوي ته د هواري د لارو پيدا کول دي.
د پښتو کتابونو د ژباړې اړوند يې داسې وويل: که مونږ غواړو چې د پښتو او پښتنو لپاره خدمت وکړو نو اړينه ده چې پښتو ژبې ته علمي کتابونه را وژباړو، په دې کار کې زده کړيالان پوره مرسته کولاي شي نو دوي بايد دا بار په خپلو اوږو واخلي تر څو د راتلونکي نسل لپاره مو ستر خدمت کړي وي او پښتو مو نوره هم غني کړې وي.
image2

د هند او افغان حکومت سره په همغږۍ کې به افغان زده کړيالانو ته د انګريزي ژبې د زده کړې زمينه برابره کړو تر څو په خپلو زده کړو کې له ستونزو سره مخ نه شي.
او د شونتيا تر بريده به هغه زده کړيالانو ته چې د کانکور په ازموينو کې بي پايلې پاته کيږي په هند کې د زده کړو زمينه برابره کړو.
د ښاغلي څړوال له خبرو څخه وروسته له هېواد څخه راغلي ملګري ښاغلي انورالحق ژمن برخه والو ته د خبرو په ترڅ کې وويل:
مونږ پښتانه ځوانان د دې توان لرو چې هيواد آباد کړو او ولس له دې دېرش کلن ناورين څخه را وباسو، په افغانستان کې ډيرې ډلې او شخصيتونه په بهرنيو جاسوسي کړيو او دولتونو پوري تړل شوي دي، همدا لامل دي چې د ځوانانو د سياسي خوځښت سره مخالفت ښايي، ځوانان په سياسي ډګر کې د پرمختګ توان او وړتيا لري.
مونږ ته ملي ګټې تر هر څه لمړيتوب لري او په همدې موخه مو مبارزه پيل کړې ده.
مونږ غواړو له ټولو پښتنو ډلو سره په ګډه کړنلاره جوړه کړو او د عملي کولو په لارو يي خبرې وکړو.
زمونږ يون افغان يون دي زمونږ غيږه ټولو افغانانو ته پرانيستې ده، له هيچا سره د ژبې، قوم، سمت او مذهب په بنسټ تعصب نه لرو.
د ښاغلي ژمن له وينا څخه وروسته، په هند کې د افغان زده کړيالانو د ټولنې بنسټ ايښودونکي ښاغلي ابو محمد همکار په خپلو څرګندونو کې داسې وويل:
په هند کې د افغان زده کړيالانو ټولنه سر له همدا اوس څخه له افغان يون سره يووالی اعلانوي او مونږ د افغان يون تر چتر لاندي خدمت کول خپل وياړ بولو.

نوموړي افغان يون د دې دريځ په تأييد سره وويل چې د افغان زده کړيالانو ټولنه به د هند له حکومت سره په همږۍ کې د افغان زده کړيالانو لپاره د انګريزي ژبي درې مياشتني کورسونه برابر کړي تر څو د زده کړو په مهال له ستونزو سره مخامخ نشي.
image3
ښاغلي همکار زياته کړه چې هند ميشته افغان زده کړيالان به د پښتو ژباړي په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.
د ښاغلي همکار له خبرو وروسته ښاغلي حفيظ الله پاڅون د دريځ سر ته راوبلل شو، ښاغلي پاڅون په خپله وينا کې داسي وويل:
په هند کې د غونډي موخه دا وه چې مونږ نړيوالو ته دا وښايو او په زغرده ورته ووايو چې مونږ (پښتانه) ترهګر نه يو، وژونکي او داړه ماران نه يو، مونږ د ستر خوشال خان او ابدالي احمد خان لمسي يو، مونږ د سوري شيرشاه او هوتک ميروئيس خان لمسي يو، مونږ سوله غواړو، دا دري لسيزي کيږي چې مونږ د جنګونو له امله هر څه له لاسه ورکړل.
زمونږ د غونډي موخه دا ده چې نړيوالو ته د پښتنو ريښتيني انځور وړاندي کړو.
که مونږ په دي وتوانيږو چې خپل هيواد او ولس نړيوالو ته په ريښتيني ډول ور وپيژنو نو دا به مو ستر خدمت کړي وي.
د ښاغلي پاڅون له وينا څخه وروسته د ډيلي د (جامعة ملية اسلامية پوهنتون) د افغان زده کړيالانو په استازيتوب ښاغلي خالد يوسفزي خبرې وکړې، ښاغلي يوسفزي داسې وويل:
مونږ د افغان يون سره يووالی کوو او د د هڅو د لا بريا لپاره ېې لاندې وړانديزونه لرو:
۱- افغان زده کړيالان په څو ډلو ويشل شوي دي، يون بايد داسي پلان تر لاس لاندي ونيسي چې ټول افغان زده کړيالان د يوه چتر لاندي راټول کړي او د افغان زده کړيالانو په نوم يوه ټولنه جوړه کړي چې هلته د هيواد د ټولو وروڼو قومونو زده کړيالان غړيتوب ولري.
۲- د عبدالاحد مومند په نوم يو سيمنار دې جوړ کړاي شي، هغه يواځينی افغان دی چې فضا ته ختلی او هلته يي په پښتو خبرې کړې دي. پښتو د نړۍ څلورمه ژبه ده چې په سپوږمۍ کې خبرې پرې شوې دي.
۳-افغان زده کړيالانو ته د علمي غونډو او علمي مناظرو جوړول تر څو زمونږ علمي سويه لوړه شي، د ژبي او قوم په نوم غونډي زمونږ په درد نه خوري.
ښاغلي خالد د خپلو خبرو په پاي کې د افغان يون سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
له ښاغلي يوسفزي وروسته، ښاغلي هاشم پښتون دريځ ته را وبلل شو تر څو د غونډې له ګډونوالو سره خپل اند شريک کړي، نوموړي داسي وويل:
image4
پښتانه ډير زرين تاريخ لري، د کلکتې سړک د يو پښتون پاچا (شير شاه سوري) ډيزاين او جوړونه وه.
مونږ اوس هم دا وړتيا لرو چې خپل هيواد او ولس ته خدمت وکړو او ځان د نړۍ سيال کړو. افغان يون بايد يواځي د غونډو او ليکنو تر بريده پاته نشي. عملي ګامونه بايد پورته شي. زمونږ هيواد دا درې لسيزې کيږي چې ناروغ دی. درملو او طبيب ته اړتيا لري. همدا مونږ ځوانان بايد دا کار تر سره کړو، هر څه په يوه ورځ نه کيږي بايد په حوصله او پوره استقامت مخ په وړاندې ولاړ شو.
د ښاغلي پښتون څخه وروسته په ډيلي کې افغان زده کړيال ښاغلي عبدالرشيد لودين د دريځ سر ته را وغوښتل شو تر څو د غونډي له ګډونوالو سره خپله وينا شريکه کړي، ښاغلي لودين د خپلې وينا په ترڅ کې وويل:
مونږ په خپله ملامت يو چې په داړه مارانو مو هيواد سپارلي، د شيرپور غلو ته همدا مونږ (ولس) رايه ورکړه او په خپل ځان مو واکمنان کړل.
ښاغلي لودين زياته کړه: د هغه چا پلار چې يو پل وران کړی، يا ښوونځی سوزولی په اولاد يي فرض دي چې هغه بيرته ورغوي او جوړ يي کړي.
د ښاغلي لودين د خبرو څخه وروسته په هند کې د ميشتو پښتنو په استازيتوب آغلي شين خالۍ کاکړ (شيلپي بټرا) دريځ ته راوغوښتل شوه، آغلي کاکړ په خپلو خبرو کې داسې وويل:
مونږ په دې وياړو چې نن د خپلو پښتنو وروڼو سره په دې غونډه کې برخه اخلو. د افغان يون له ځوانانو  څخه ډېره مننه کوو چې مونږ ته يې دا زمينه برابره کړه چې له نوروهند ميشته پښتنو سره له نيږدې وګورو او د زړه خواله ورسره وکړو. مونږ غواړو چې خپل کلتور او ژبه بيرته را ژوندۍ کړو. په دې چاره کې ستاسو مرستو ته اړتيا لرو. مونږ (افغان يون) ته بلنه ورکوو چې راتلونکې غونډه په جايپور راجستان کې وکړي، تر څو زمونږ د ټولنې ډير غړي وکولاي شي ستاسو سره په غونډه کې ګډون وکړي.
له آغلي کاکړ وروسته ځيني نورو هند ميشته پښتنو هم خبري وکړي او په خپل وار يي له (افغان يون) سره خپل هر اړخيز ملاتړ اعلان کړ او د خوښۍ په څرګندولو سره يې د يون څخه مننه وکړه چې د نورو پښتنو سره يي د ناستي او ليدلو زمينه ورته برابره کړه.
د هند ميشته پښتنو له خبرو وروسته د هندوستان د هرياڼه د ايالت د کروکشتر پوهنتون د افغان زده کړيالانو په استازيتوب ښاغلي فردين ځاځي خبرې وکړې او له ( افغان يون) سره يي خپلې هر اړخيزه مرستې اعلان کړې.
د ښاغلي ځاځي له خبرو وروسته ښاغلی علي جان عادل وينا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې ېې داسي وويل:

مونږ د (افغان يون) هر اړخيز ملاتړ ته چمتو يو او له يون څخه غواړو چې په هند کې د پښتنو د ستونزو په هواري کې د شونتيا تر بريده هڅه وکړي.

د ګډونوالو او ميلمنو له ويناوو وروسته يو ځل بيا ښاغلی څړوال دريځ ته را وبلل شو تر څو د غونډي د پاي وينا وکړي. ښاغلي څړوال د خبرو په ترڅ کې ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو اندونه به پوره په پام کې نيول کيږي او عملي کيږي به او زياته يي کړه: مونږ پښتانه يو د خپل حق غوښتنه د سر په بدل کوو، خو د بل د حق د تلف کيدلو په قيمت نه، مونږ په بل چا تعرض نه کوو، خو خپل حق هم چاته نه پريږدو. زه بلي ژبي ته سپکاوي نه کوم خو خپله ژبه راباند ګرانه ده. دا زما حق دي چې په خپله ژبه خبري وکړم خو بل چاته نه وايم چې ته هم هرومرو راسره په پښتو خبري وکړه.
د ټولو ګډونوالو په رايه ښاغلي ايمل څړوال د (افغان يون) د هند د څانګې مسؤل وټاکل شو، چې د چارو د لا ښه سمبالښت لپاره به د هند په ټولو ايالاتونو کې ډير ژر ايالتي مسؤلين وټاکل شي.د اوس لپاره د افغان زده کړيالانو په چارو کې ښاغلي همکار ته مسؤليت ورکړل شو.
غونډه د ګډونکونکو څخه د نظرونو په راټولو او د دعايې په ويلو پاي ته ورسيده.
په درنښت
د پښتون يون چلوونکې جرګه
----------------------------------------------------------------------------------------------------------

Wednesday, March 7, 2012

په هندوستان کې د افغان ځوانانو پرتمينه غونډه

ځای: نوي ډيلی، هندوستان:

نېټه: د ۲۰۱۲ زيږديز کال د مارچ د مياشتې دريمه
اهداف:
۱د افغانان ځوانانو بنسټيزې ستونزې او د هغو د حل لپاره لارې چارې لټول.
۲د افغان يون د مبارزې د ډول په اړه نظر او پرېکړه.
۳د هند مېشته افغان زده کړيالانو او زده کوونکو ستونزو ته د حل لارې چارې لټول.
۵هند ته د تلونکو افغان ناروغانو سره د مرستې او لارښوونې د يوه مرکز جوړول.
۴د هند مېشته افغانانو ستونزې او د حل لارې چارې ېې.
۵د هندي پښتنو او افغانانو تر منځ د اړيکو پياوړي کول او د هغوي تر دمنځ د پښتني هڅوب پښتو راژوندي کول.
۶د هند په اړتونونو (زندانونو) کې د افغان بنديانو د خلاصون لپاره د هڅو همغږي کول.
۷په هندوستان کې د افغان يون د څانګې جوړول.
ګډون کوونکي: هند مېشته افغان زدکړيالان، د افغان يون استازي، هندي پښتانه او مېلمانه.

بشپړ راپور:
پښتانه ځوانان ډېره موده ورورسته وتوانېدل تر څو د افغان يون او افغان ولس د ودې په موخه په نوي ډيلي کې غونډه وکړي. په غونډه کې يو زيات شمير هڅاندو ځوانانو ګډون کړئ وو. غونډه د غرمي په ۱۱ بجې د قران کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه. د وياندويۍ چارې يې ښاغلي عبدالقهار کټوازي پر مخ بيولي. ځوانانو ته د ښه راغلاست نه وروسته، د افغان يون د کړنو په اړه معلوما ت وړاندې شول، ښاغلي ايمل څړوال د افغان يون د پيژندنې، هلو ځلو، او کړنو په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړل او زياته يي کړه:

د هيواد د سياسي مخکښانو او ګوندونو شاليد ته په کتو سره ځوانانو پريکړ وکړه تر څو داسې يو نوي او پر ځوان ځواک ولاړ خوځښت رامنځته کړي چې په ريښتينې توګه د هيواد او هيوادوالو ربړو او ستونزو ته د حل لارې چارې پيدا کړاي شي. د ډيرو لويو او پخوانيو سياسي ګوندونو پر خلاف پښتون يون د سراسري فکري ويښتابه لپاره هڅې کوي او غواړي خلکو ته داسې څه وړاندې کړي چې د هغوي لپاره د بنسټيز پرمختګ لامل شي.

افغان يون د ۲۰۱۱ کال د مارچ د مياشتي په ۸ نيټه د څو تنو هڅاندو او با احساسه پښتنو ځوانانو لخوا د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې له افغان ځوانانو سره د اړيکو د ټينګولو او په عمل کې يو ګډ دريځ ته د رابللو په موخه جوړ او د فيسبوک په نړۍ کې په ليکه شو، چې په دي موخه کې تر ډيره بريده بريالي شوي هم يو. د فيسبک په يوه ګروپ کې مو تر۲۵۰۰۰ تکړه ځوانان سره يوځاي کړي او دا بهير لا پر مخ روان دي، په عملي ډګر کې مو په هيواد دننه او بهر په مبارزه پيل کړې ده. په هيواد کې د يووالي بنسټ په نوم کاري کميټه لرو چې موخه يې د نورو خورو ورو خوځښتونو سره خبرې کول او يوه دريځ ته رابلل دي. تر اوسه مونږ په دې توانيدلي يو چې پنځه بيلا بيلې ډلې سره يو کړو او په ګډ دريځ سره سلا شو.

مونږ د افغان يون ځوانان له هيچا سره پر دې بنسټ چې دا پر کوم ګوند او يا ډلې پورې تړلي دي او يايي سياسي مفکوره څه ده تعصب او دښمني نه کوو. ټول افغانان زمونږ وروڼه دي. هر څوک چې ملي او اسلامي ګټو ته وفادار وي او زمونږ موخې خپلې وګڼي زمونږ غېږ ورته پرانستې ده. 

د هندوستان دا لمړۍ غونډه به زمونږ اخرنۍ غونډه نه وي، مونږ به دلته د افغان يون يو مرکز جوړوو تر څو په هند کې د افغانانو ستونزې وڅيړي او د هواري لارې چارې يي وسنجوي.

د هند لپاره د افغان يون مرکزي دفتر به په نوي ډيلي کې وي او د هند په نورو ايالتونو کې به هم استازي ولري، د مرکز يواځينۍ موخه د افغانانو د ستونزو څيړل او هغوي ته د هواري د لارو پيدا کول دي.

د پښتو کتابونو د ژباړې اړوند يې داسې وويل: که مونږ غواړو چې د پښتو او پښتنو لپاره خدمت وکړو نو اړينه ده چې پښتو ژبې ته علمي کتابونه را وژباړو، په دې کار کې زده کړيالان پوره مرسته کولاي شي نو دوي بايد دا بار په خپلو اوږو واخلي تر څو د راتلونکي نسل لپاره مو ستر خدمت کړي وي او پښتو مو نوره هم غني کړې وي.

د هند او افغان حکومت سره په همغږۍ کې به افغان زده کړيالانو ته د انګريزي ژبې د زده کړې زمينه برابره کړو تر څو په خپلو زده کړو کې له ستونزو سره مخ نه شي.

او د شونتيا تر بريده به هغه زده کړيالانو ته چې د کانکور په ازموينو کې بي پايلې پاته کيږي په هند کې د زده کړو زمينه برابره کړو.

د ښاغلي څړوال له خبرو څخه وروسته له هېواد څخه راغلي ملګري ښاغلي انورالحق ژمن برخه والو ته د خبرو په ترڅ کې وويل:

مونږ پښتانه ځوانان د دې توان لرو چې هيواد آباد کړو او ولس له دې دېرش کلن ناورين څخه را وباسو، په افغانستان کې ډيرې ډلې او شخصيتونه په بهرنيو جاسوسي کړيو او دولتونو پوري تړل شوي دي، همدا لامل دي چې د ځوانانو د سياسي خوځښت سره مخالفت ښايي، ځوانان په سياسي ډګر کې د پرمختګ توان او وړتيا لري.

مونږ ته ملي ګټې تر هر څه لمړيتوب لري او په همدې موخه مو مبارزه پيل کړې ده.

مونږ غواړو له ټولو پښتنو ډلو سره په ګډه کړنلاره جوړه کړو او د عملي کولو په لارو يي خبرې وکړو.
زمونږ يون افغان يون دي زمونږ غيږه ټولو افغانانو ته پرانيستې ده، له هيچا سره د ژبې، قوم، سمت او مذهب په بنسټ تعصب نه لرو.

د ښاغلي ژمن له وينا څخه وروسته، په هند کې د افغان زده کړيالانو د ټولنې بنسټ ايښودونکي ښاغلي ابو محمد همکار په خپلو څرګندونو کې داسې وويل:

په هند کې د افغان زده کړيالانو ټولنه سر له همدا اوس څخه له افغان يون سره يووالی اعلانوي او مونږ د افغان يون تر چتر لاندي خدمت کول خپل وياړ بولو. 

نوموړي افغان يون د دې دريځ په تأييد سره وويل چې د افغان زده کړيالانو ټولنه به د هند له حکومت سره په همږۍ کې د افغان زده کړيالانو لپاره د انګريزي ژبي درې مياشتني کورسونه برابر کړي تر څو د زده کړو په مهال له ستونزو سره مخامخ نشي.

ښاغلي همکار زياته کړه چې هند ميشته افغان زده کړيالان به د پښتو ژباړي په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.

د ښاغلي همکار له خبرو وروسته ښاغلي حفيظ الله پاڅون د دريځ سر ته راوبلل شو، ښاغلي پاڅون په خپله وينا کې داسي وويل:

په هند کې د غونډي موخه دا وه چې مونږ نړيوالو ته دا وښايو او په زغرده ورته ووايو چې مونږ (پښتانه) ترهګر نه يو، وژونکي او داړه ماران نه يو، مونږ د ستر خوشال خان او ابدالي احمد خان لمسي يو، مونږ د سوري شيرشاه او هوتک ميروئيس خان لمسي يو، مونږ سوله غواړو، دا دري لسيزي کيږي چې مونږ د جنګونو له امله هر څه له لاسه ورکړل.

زمونږ د غونډي موخه دا ده چې نړيوالو ته د پښتنو ريښتيني انځور وړاندي کړو.
که مونږ په دي وتوانيږو چې خپل هيواد او ولس نړيوالو ته په ريښتيني ډول ور وپيژنو نو دا به مو ستر خدمت کړي وي.

د ښاغلي پاڅون له وينا څخه وروسته د ډيلي د (جامعة ملية اسلامية پوهنتون) د افغان زده کړيالانو په استازيتوب ښاغلي خالد يوسفزي خبرې وکړې، ښاغلي يوسفزي داسې وويل:

مونږ د افغان يون سره يووالی کوو او د د هڅو د لا بريا لپاره ېې لاندې وړانديزونه لرو:

۱افغان زده کړيالان په څو ډلو ويشل شوي دي، يون بايد داسي پلان تر لاس لاندي ونيسي چې ټول افغان زده کړيالان د يوه چتر لاندي راټول کړي او د افغان زده کړيالانو په نوم يوه ټولنه جوړه کړي چې هلته د هيواد د ټولو وروڼو قومونو زده کړيالان غړيتوب ولري.

۲د عبدالاحد مومند په نوم يو سيمنار دې جوړ کړاي شي، هغه يواځينی افغان دی چې فضا ته ختلی او هلته يي په پښتو خبرې کړې دي. پښتو د نړۍ څلورمه ژبه ده چې په سپوږمۍ کې خبرې پرې شوې دي.

خپرونکی : تاند