په هند کی افغان محصلین د یووالی په لور
ابومحمد همکار
هند – نوی ډیلی
څرنګه چی تاسو ته هم جوته ده چی هر کال افغان محصلین د لوړو زده کړو لپاره هر هیواد ته د سکالرشیپ په ډول ځی اود هغو هیوادونو د جملی نه هم یو هند دی چی هر کال په زرګونو محصلین هند ته د زده کړی لپاره راځی .
خو دا کال په هند کی د نوی ډیلی په مرکزی پوهنتون کی افغان محصلینو یوه ټولنه جوړه کړه تر څو په یو ځای کی سره خپلی ستونز د پوهنتون او افغانستان سفارت په مرسته حل کړی . نو ددی ټولنی غړو اول ځل
.په راتلونکی جمعی سره د افغانستان او هند په روابطو غواړی یوه ډاکومنټری وړاندی کړی چی په دی پروګرام کی به د افغانستان د سفارت غړی هم شتون ولری
لکه څنګه چی افغان محصلین هر کال په هند کی په زیاتیدو دی خو دغه محصلین د یو شمیر ستونزو سره هم مخ دی چی د هغه جملی څخه د مختلفو قومونو تعصب یو لویه ستونزه بلل کیژی .
خو د هند په هر آیالت کی د افغان محصلینو ټولنی جوړی شوی چی اوس مهال په یو ځای خپلی ستونزی د ټولنی په واسطه حل کوی او همدا ټولنی د افغانستان د لوی سفارت په هند کی تل محصلین هڅوی تر څو د ټولنو په جوړولو کی تل د افغانستان سفارت په جریان کی ولری تر څو د افغانستان سفارت د هر محصل د حاله ځان په آسانی خبر کړی .
ددی سره افغان محصلین د بعضی ستونزو سره مخ کیژی چی د هغه جملی څخه یوه هم د انګلیسی ژبی ستونزه ده خو اوس په بیلابیلو ټولنو کی په ډیلی ښار کی د بهرنیو محصلینو د دیپارټمنټ لخوا دوی ته یو خاص ټریننګ په نظر کی نیول شوی دی تر څو دوی وکولای شی خپل درسونه په آسانی سره پر مخ بوځی .
د افغان محصلینو ددی ګامونو پایلی په راتلونکی کی ډیر ښه بللی کیژی او د الله ج؛ څخه دا امید لرو چی افغانان په هر ځای کی یووالی خپل کړی او تل په یو ځای د ستونزو لپاره کار وکړی .
د سوکاله افغانستان په هیله
ابومحمد همکار
هند – نوی ډیلی
No comments:
Post a Comment