Popular Posts
-
https://www.facebook.com/BaghlanKandahariCouncil/ لکه څنګه چی په بغلان کي نور داسي قومونه شتون لري، په همدي ډول په بغلان کي ۱۳ مختلف...
-
په سیاست کی یوقانون څوک د چا نه د ډیری مودی دوست دی او نه دشمن . ددی اصل په پام کی نی...
-
Afghan Students Constitute Foreign Students Society in Delhi University College , one of the largest and NO.1 University in India . Delhi un...
-
په هند کی افغان محصلین د یووالی په لور خپرونکي : خبریال ابومحمد همکار هند – نوی ډیلی څرنګه چی تاسو ته هم جوته ده چی ه...
-
Afghan students Union Inauguration In University of Delhi 23rd January - 2012 ASU(Afghan Students Union -New Delhi -India ) : a Union Const...
-
Source : bbcpashto.com Islamic republic of Afghanistan is going to establish Afghanistan embassy in Latin America .Current Gove...
-
How to Save Afghanistan there are some Major Points for Saving Afghanistan 1. Security stabilization (a)Make Strengthen the Army Force...
Monday, January 2, 2012
په سیاست کی یوقانون
په سیاست کی یوقانون
څوک د چا نه د ډیری مودی دوست دی او نه دشمن .
ددی اصل په پام کی نیولو سره امریکا په افغانستان کی خپل پالیسی ته د خپل منافع لپاره تل تغیر ورکړی .
کله چی لس کاله وړاندی افغانستان ته د تروریزم سره مبارزی ، د بیارغونی په نامه افغانستان ته راغلل د افغانستان دولت ورسره ومنله خو اوس بعد د لسو کلونو افغان وژنی د طالب په نامه داسی فیصله وکړه چی همدو طالبانو ته یی د دوستانو خطاب وکړ او ددوی سره یی ۲۰۰ ملیونه ډالره مرسته هم وکړه - خو اوس پوښتنه دا نه ده چی ولی یی طالبانو ته ددوست خطاب ورکړ بلکه دلته دا پوښتنه راپورته کیژی چی د هغو زرگونو افغانانو چی په تیرو لسو کلنو کی یی د طالب په نامه ووژل څوک مسوولیت په غاړه اخلی او باید امریکا افغان ملت ته ځواب ورکړی او یا هم افغان ملت یو لاریون وکړی چی زه به دا لاریون ډیر برحقه وبولم .
په لسو کلنو کی په سلگونو زره افغانان چی امریکا د طالب په نوم ووژل یواځی یوه دسیسه او پالیسی وه نو اوس دا جوته کیژی چی امریکا بیا هم خپل د ملی منافع په نظر کی نیولو سره خپل پالیسی ته تغیر ورکړ او هغه طالب ته چی اوس یی هم په واقعی ډول طالب نه بولم په قطر کی ځای ورکړ او همدارنگه یی ورسره مرسته وکړه نو افغانان به تر کومه ددی امریکا د پالیسیو ښکار وی .
او دا د لسو کلنو افغان وژنه هم امریکا شروع او امریکا به یی ختموی تر څو خپلو شمو هدفو ته ځان ورسوی نو د سیاست قانون او اصل چی څوک د چا نه د ډیری مودی دوست او نه دشمن دی بلکه یو اځی د ډیری مودی منافع په نظر کی نیول کیژی په پوره او پشپړ ډول پلی کړی او عمل یی ورباندی کړی نو افغانانو راځی نور ددی امریکا د سیاست ښکار نه شو او خپل هیواد په خپله جوړ کړو تر څو د افغان وژنی مخه ونیسو .
په احترام
ابومحمد همکار
هند - نوی ډیلی
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment