ابومحمد همکار له نن څخه۲۱ کاله وړاندي په ١٩۹۰ ميلادي کال کي د هیواد په شمالی ولایت بغلان – په جریخشک کلی کی په یوه غریبه او دینداره
کورنی کی دنیا ته سترګی وغړولی همکار د پلار او نيکه څڅه د بغلان ولايت د نوی بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي دي .
دا چي پر افغانستان شوروي اتحاد يرغل وکړ نو ددوى کورني هم د نورو ميليونونو افغانانو په شان هجرت وکړ او ګاونډي هيواد پاکسان ته ولاړل .
د نوموړي کورنۍ وروسته پیښور پاکستان ته کډه وکړه او هلته يي پلار عبدالصمد همکار د مامور په ډول په ډیرو ستونزمنو شرایطو کی ژوند کاوه او د ډیرو اقتصادی ستونزو سره مخ و .
ابومحمد همکار خپلي لومړنۍ زده کړي دپیښور د مهاجرو په متوسطه مکتب کي تر سره کړې او وروسته په اکوړه خټک ښار کی د پاکستانیانو په شخصی مکتب کی یی خپلی متوسطه زده کړی پای ته ورسولی او همدارنګه یی دده کورنی په کال ۲۰۰۵ کي پلخمری ښارته کوچ وکړ او هلته یی خپل دلسم او یوولیسم زده کړی په حضرت حمزه لیسه کی سرته ورسولی . او د حضرت حمزه رض ليسې څخه په ښو نومرو فارغ سو، همدارنګه
همکار د ديني زده کړو تر څنګ د کمپيوټر ، د دري انګليسي ،فرانسوی او اردو ژوبو سره هم پوره بلدتيا لري. د ښوونځی پر مهال یی د کمپیوټر او انګلیسی ژبی تدریس هم په کورسونو کی کاوه .
په ماشومتوب کی یی د تدریس سره ډیر شوق وو او په ډیر کم عمر ډیری لاسته راوړنی لری . د کمپیوټر او انګلیسی تر څنګ څو میاشتی د بغلان په ولایتی راډیو کی د شعرونو او دیکلومو خپرونه هم مخته بوله او د پښتو شعرونو سره خاصه مینه او علاقه لری .
ښاغلی همکار وکولای سول په ټول ولایت کی څو ځله د امریکا او لندن په آزموینو کی کامیاب شی خو بدبختانه د آداری فساد له امله نوموړی ونشوه کړای چی د امریکاد بورس په وسیله امریکا ته لاړ شی خو په کال ۲۰۰۹ کی چی د هند د بورس آزموینه کی بریالی شو نو همکار وکولای شوه چی د ولایت په سطحه د لوړو زده کړو لپاره هند ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ شی او د یوی ځانګړی آزموینه بعد د هند – نوی ډیلی مرکزی پوهنتون ته د حقوق – سیاسی علومو پوهنځی ته بریالی شو او اوس مهال د حقوق پوهنځی د آخر کال محصل دی
په هند کی هم د بهرنیو محصلینو د ټولنی ریس او د ټولنی جوړونکی دی او دوه کاله یی د دهلی پوهنتون په کامپیانونو کی برخه واخیستله .
د غیر دولتی سازمان(لیډرز فار ټومارو)) سره ددوکلنو راهیسی د داوطلب په حیث دنده کوی او همدارنګه د افغان ژغ راډیو اف – ((د همکار سره خبری اتری))خپرونه کی د خپرونی جوړونکی او میزبان دی او د اول ځل لپاره په دغه راډیو کی د افغان محصلینو د ستونزود دولت تر غوژو رسولو لپاره دغه خپرونه دهمکار په وړاندیز جوړه شوه او اوس مهال په هره خپرونه کی ۴ محصلین خپلی ستونزی بیانوی او په نورو مهمو موضوعګانو بحثونه کوی.
ښاغلی همکار د پښتو ژبی ، هیواد او افغانانو سره بی کچی مینه لری او غواړی په راتلونکی کی په خپل هیواد کی خدمت وکړی .
No comments:
Post a Comment