Popular Posts

Tuesday, January 24, 2012

امریکا ته خبرداری:په افغانستان کې دشمال او جنوب ناندولتوب





7 Jan 2012, 5:19
خپرونکي : خبریال
لیکوال :جان اڅکزی
ژباړه :ابو محمد همکار/




په افغانستان کې تازه یو نوی سیاسي ایتلاف جوړ شو چې مشر یې ددغه هیواد په تېرو ټولټاکنو کې دولسمشر څوکۍ ته کاندید ډاکتر عبدالله عبدالله وو.تازه جوړشوی ایتلاف په دې معنا ده چې په راتلونکي ۲۰۱۴ کال کې دولسمشري دټاکنو لپاره دخپل فکر ملاتړ ترلاسه کړي .
اوس دافغانستان په سیاسي ،ملکي او نظامي ډګرونو کې تقریبأ یو درځن سیاسي‌ګوندونه فعال دي چې اکثریت یې دشمال استازي توب لري ،یه په بله معنا برلاسي‌دي . ملکي ټولنه او خبري وسیلې هم تر ډېره بریده له شمال نه سرچینه اخلي
ناټو په (۲۰۰۱) کال کې دطالبانو درژیم دنسکوره ولو وروسته دشمال سیاسي ګوندونو ته اجازه ورکړه چې ځمکي ونیسي ،او په حکومتي ادارو کې برلاسه دي .او په مجموع کې دوی ددغه هیواد دشمال داوسېدونکو اندېښنې ،ستونزي او شکایتونه په ډاګه کوي .
له بده مرغه بل پلوته په جنوب او ختیځ کې په هم دغه کچه فعاله سیاسي‌ډلي ،ملکي ټولنې او خبري وسیلې فعاله نه دی ، او دغه سیمي په مجموع کې دپام وړښه والی نه لري .

دطالبانو دبغاوتي هڅو له امله چې دنړۍ والو دناوختو امنیتي هڅومخامخ پایله وه ، په جنوب کې ژوندۍ سیاسي ډلي ټپلي رامنځ ته نشوې یا په بل عبارت نړۍ والو دطالبانو په مقابل کې یوازي سیاسي او نظامي وړتیا لرونکي ډلي‌ ونه هڅولې نوځکه په سیاسي منظر کې یوازي طالبان په میدان کې پاتې شول .
تر ۲۰۰۹ میلادي کال پوري نړۍ والي ټولنې په جنوب او ختیځ کې دملي برحاله سیاسي مشرتابه دنه شتون ،او ددوی لپاره دنظامي خوندي توب متبادل رامنځ ته نکړ. ډېر ناوخته یعني د۲۰۰۱ کال یعني‌ پوره نهه کاله وروسته داوباما حکومت پرېکړه وکړه چې دافغانستان دبوځ او پولیسو سیستم به جوړه وي چې په جنوب او ختیځ کې دطالبانو سیاسي‌او نظامي جوړښت لغوه کړي . هم داراز خلګو ته احساس ورکړي چې طالبان ددوی لوری نه دی .
امریکا ډېر ناوخته احساس کړه چې له جنوب څخه ملي او برحاله سیاسي مشرتابه تکړه کول لازمي کاردی .
دبن ددوهم نړۍ وال کانفرانس په غونډه کې دفاغانستان لپاره دملګرو ملتونو پخواني استازي ښاغلي وینډریل هم دغې تېروتني ته اشاره وکړه او ویه ویل چې ده په ۲۰۰۱ کال کې امریکاته دملګرو ملتونو له لوري خبرداری ورکړو چې دطالبانو برلاسی باید دپخواني شمالي ټلوالي په سیاسي پاتشونو باید بدله نکړي ،او دخبرو اترو وروسته په کاردي لویو ډلو او نژادونو ته دافغانستان په سیاسي ،حکومتي او راتلونکي نظامي جوړښتونو کې شفافه او مورثره ونډه ورکړي . دی زیاتوي چې دادبن دلومړي کانفرانس تېروتنه وه چې په زوره ځمکه نیونکو ته زیاته ونډه ورکړل شوه .
په جنوب او ختیځ کې یولړ سیاسي شننونکي ،انټرنیټي پاڼي ،څېړونکي او خپرونکي نظر لري چې دطالبانو دبغاوتي عملیاتو ښوونځي‌تباه کړل . مسجدونه یې بې اغیزي کړل .زیات تلفات واوښتل .نو ځکه یو ډول سیاسي خلا پیدا او سیاسي مشرتوب رامنځ ته نشو، چې اوس یې دسیاسي پلوه فعاله او ویښ شمال سره دخبرو پرمېز چنې وهلای . او ملي مسئلې یې څېړلای او دافغانستان پر راتلونکي سیاسي سیستم په څېر مهمي‌مسئلې یې بحث کولای .
په جنوب او ختیځ کې دملي اوبرحاله مشرتابه نه رامنځ ته کېدو یوه پایله داشوه چې پاکستا او په لوېدېځ کې ډېر څېړونکي طالبان دپښتنو سیاسي مشران ګڼي ،او وايي چې دطالبانو بغاوت دپښتنو بغاوت دی ، چې له حقیقت نه بیري خبره ده .
دلومړۍ برخي پای




لیکنه دوام لري
یادونه :جان اڅکزی وتلی ژورنالیست ، دسیمي او افغانستان کارپوهه دی چې په لندن کې مېشت دی .
سرچینه :
http://pashtunchronicle.com

No comments:

Post a Comment