که څه هم دا اول ځل نه دی چی امریکایان ملکی وګړی وژلی دی بلکه په سلګونو ځلو یی قصدآ په ماشومانواو ښځو په ودونو کی بمبارنو کړی دی خو دا ځل په ډیر بی رحمانه او روښانه د افغانانو په کورونو ورننوتل او حتی دا یی هم ونه کتل چی ماشوم دی ، ښځی دی بی ګناه دی په بی رحمانه ډول یی شهیدان کړل او جسدونو ته یی اور واچوو نو داسی حالت بیخی د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی او همدارنګه ریس جمهور حامد کرزی هم دا وژنه په قصده وژنه وبلله او د نه بخښنی رنګ یی ورکړ خو آیا دا ویلو سو چی دا ځل به کوم جدی اقدام وکړی او که بیا به د افغانانو داغمیزه د تیرو غمیزو په شان هیره شی .
دا پیښه به څه نوری منفی اغیزی راولی ؟؟؟
(۱) یوه ډیر د بی اعتمادی فضا د افغان پولیسو ، امریکایانو او ولس تر منځ یی ایجاد کړه نو ډیری خرابی پایلی درلودلی سی خو که چیری دغه امریکایی چی په ویل کیژی په یواځی یی ۱۷ افغانانو ماشومانو او ښځو ته مرګ ژوبله اړولی ده ته سزا ورکړی نو دا به د افغانانو د زړه بړاس او یو ډول انصاف به وګڼل شی .
د حل لاری ــ
افغانانو ددی نه مخکی هم ویلی و چی که امریکایان د افغانستان په امنیت او د تروریزم ختمولو کی ناکامه کیژی نو ددوی لپاره په افغانستان کی ځای نشته .
د سولی د راوستلو په نوم د بهرنیانو راتګ د طالبانو په وینا ددوی د راتګ لومړی لامل بلل کیژی .
سوله هغه وخت راتللی شی چی د ولس ، حکومت تر منځ د اعتمادی فضا رامنځ ته شی .
خپرونکي : خبریال
ابومحمد همکار
نوی ډیلی – هند

No comments:
Post a Comment